Language

برېتانیا له افغانستان سره درې میلیون پونډ مرسته کوي

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی وایي چې هېواد یې له افغانستان سره درې میلیون پونډ مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې دغه مرسته به د اړینو تغذیوي توکو برابرولو او د طبیعي پېښو زیانمنو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي.

هغه زیاته کړې چې دا مرسته د شاوخوا ۲۵۷ میلیون افغانیو معادل کېږي.

نوموړي څرګنده کړې چې له دې سره د روان مالي کال په ترڅ کې له افغانستان سره د برېتانیا د مرستو ټولیزه اندازه ۱۵۴ میلیون پونډ ته رسېږي.

هغه ټینګار کړی چې دغه مرسته به تر ټولو اړمنو کسانو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ریچارډ لینډسي څو ورځې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي وو چې له افغانانو سره به د برېتانیا مرستې دوام ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.