کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالیو شپږم پړاو د راتلونکې اپرېل میاشتې په دویمه په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د کورني کرکټ له کلني مهالوېش سره سم، د راتلونکې اپرېل میاشتې په دویمه د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالیو شپږم پړاو پیلېږي.
سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ به د اپرېل تر شلمې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځو زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ولري.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپینغر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به د پنځو زونونو په ګټه د کورني کرکټ قرارداد لرونکي لوبغاړي او په روان کال کې د لومړۍ درجې ولایتي سیالیو غوره لوبغاړي ولوبېږي.
دغهراز، د یادو لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې د افغانستان له نولس کلنو د کمعمره ملي لوبډلې لوبغاړي هم ګډون ولري.
کرکټ بورډ ویلي، د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به په راتلونکو میاشتو کې د کورني کرکټ نورې سترې شلاوریزې، یو ورځنۍ او څلور ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شي چې په کې به د بېلابېلو ملي لوبډلو ډېر شمېر او د کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي ګډون ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP