کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵): په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې راتلونکې دوشنبه په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د پاسپورټونو د نقل معلوماتو پروسه پیلېږي.
د راپورونو له مخې، د «نقل معلومات» پروسه په عمومي ډول هغه اداري بهیر ته ویل کېږي چې په کې د یوه کس شخصي معلومات له یوه سند (لکه پاسپورټ) څخه بل سند یا سیسټم ته ثبت او انتقالېږي؛ د بېلګې په توګه هغه افغانان چې په سعودي عربستان کې د پاکستاني پاسپورټ پر اساس اوسېږي، کولی شي خپل اصلي افغاني هویت او معلومات له خپل افغاني پاسپورټ سره یو شان او ثبت کړي. دغه کار د دې لپاره کېږي چې د هغوی قانوني هویت واضح، ستونزې کمې او د استوګنې، کار او نورو رسمي چارو په ترسره کولو کې اسانتیا رامنځته شي.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په سعودي عربستان کې مېشتو افغان وګړو ته خبر ورکول کېږي چې په ریاض کې د افغان سفارت د هڅو په پایله او د سعودي عربستان د شاهي حکومت د همکاریو په دوام، له راتلونکې «دوشنبه، مارچ ۳۰مه» د سعودي عربستان د جوازاتو ادارو کې د افغان سفارت له خوا د نقل معلوماتو پروسه پیلېږي.
سرچینې لیکلي: «د نقل معلوماتو پروسې لپاره دغه ټکي په نظر کې ونیسئ: د سفارت په ویبسایټ کې په خپل نوم حساب جوړول، د نقل معلوماتو ځانګړی فورم ډکول، افغان او پاکستاني پاسپورټونه باید د نوم، د پلار نوم او د زېږېدو نېټې له مخې یو شان وي، د اړینو اسنادو لکه پاسپورټ، تذکره او اقامې کاپي پورته کول، او سفارت ته د مراجعې لپاره د سیستم له لارې د وخت اخیستل.»
سرچینې زیاته کړې، له هر څه مخکې باید د سفارت د ویبسایټ له لارې نوبت (موعد) واخیستل شي. د موعد له ټاکنې وروسته، د لیکلي پیغام په بڼه ستاسې ثبت شوې شمېرې ته لېږل کېږي. له نوبت اخیستلو پرته سفارت ته د ورتګ څخه ډډه وکړئ.
یاد سفارت لیکلي، هغه هېوادوال چې له پخوا له پاکستاني پاسپورټ سره یوشان افغاني پاسپورټ لري، کولای شي له نوبت اخیستو وروسته سفارت ته مراجعه وکړي.
سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت همداراز ویلي، هغه مراجعین چې افغان او پاکستاني پاسپورټونه لري، کولای شي دواړه پاسپورټونه او اړوند اسناد په جده کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ له لارې هم د نقل معلوماتو پروسې ته وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP