Language

بېنېټ کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه د رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان له لوري په کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د برید په اړه د چټکو او شفافو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دواړه لوري باید پر دایمي اوربند هوکړه وکړي.

په کابل کې د کب په ۲۵مه د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان پوځي رژیم برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې پر دایمي اوربند هوکړه وکړي.

هغه همدارنګه په کابل کې د «امید» په نوم د معتادینو پر روغتون د برید په اړه د چټکو، خپلواکو او شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

نوموړي نړۍوالو قوانینو ته د درناوي او د ملکي وګړو خوندیتوب غوښتنه هم کړې ده.