کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د سودګرۍ او پانګونې خونه وایي چې نن د اوزبېکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د «Made in Afghanistan» تر سرلیک لاندې د افغانستان د محصولاتو لومړنی لوی نندارتون پرانیستل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې په ګډه همکارۍ او د UNDP په مالي ملاتړ جوړ شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه نندارتون چې د مارچ له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې د درېیو ورځو لپاره جوړېږي، د سیمې او نړۍ بازارونو ته د افغانستان د خصوصي سکټور د ظرفیتونو، تولیداتو او وړتیاوو معرفي کولو برخه کې یو بېساری فرصت برابروي.
سرچینې لیکلي، په دغه مهم اقتصادي پروګرام کې به د افغان سوداګرو له لوري په بېلابېلو برخو کې په څه باندې۶۰ غرفو کې غالۍ، وچه او تازه مېوه، زعفران، جلغوزي، پنبه، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، څښاک او نور باکیفیته محصولات او تولیدان نندارې ته وړاندې شي.
د سوداګرې او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې جلبولو، نوو بازارونو ته د افغاني محصولاتو صادراتو پراخولو په موخه جوړېږي.