Language

هلمند کې د خونې چت لوېدو پېښه کې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): هلمند کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوه کور د خوني چت لوېدو پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون درې کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت وايي، تېره شپه څلور بجې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ د امان‌الله کارېز سیمه کي د روانو ورښتونو له امله د یوه  کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې دوو ماشومانو او یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو پر وخت سیمي ته ځانونه رسولي او ټپیان چي ډېری یې ښځي او ماشومان دي، د سنګين ولسوالۍ مرکزي روغتون ته انتقال کړي او  روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.