غزنيښار (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): په غزني کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره هممهاله چارواکي وایي چې سږ کال به په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۰ زره نوي زدهکوونکي ښوونځیو ته جذب شي.
د غزني د پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسيني د نوي ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د روان کال لپاره لازم چمتووالی نیول شوی او تمه ده چې زرګونه نوي زدهکوونکي به د ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې جذب شي.
نوموړي زیاته کړه چې د زدهکړو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، څو لا ډېر ماشومان له تعلیمي اسانتیاوو برخمن شي.
هغه د ښوونکو او د نصاب کتابونو ستونزې ومنلې ویې ویل چې د ښوونځیو برخه کې اوس ۱۱۰۰ ښوونکو ته ډېره اړتیا ده او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې د نصاب ۱۵ سلنه کتابونو ته هم ضرورت دی..
له بلې خوا، د غزني یو شمېر زدهکوونکي د زدهکړې له بهیره شکایت لري او وایي، په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو کمښت او د درسي کتابونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې د دوی پر زدهکړو یې منفي اغېز کړی دی.
د غزني د حکیم سنایي لېسې دوو زدهکوونکو منیراحمد او احمدشعیب پژواک ته وویل چې ډېری وخت ورته د خپلې رشتې خلاف ښوونکي تدریس کوي او درسي کتابونه یې هم زاړه شوي دي. دوی له اړوندو چارواکو وغوښتل چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
ورته مهال، یو شمېر ښوونکي هم له خپلو ستونزو سر ټکوي. د هغوی په وینا، ټیټ معاشونه او د نومرو (ځمکو) د ورکړې په اړه شوې ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوې.
دغهراز، دوو ښوونکو احمدجان او بریالي په ټینګار سره پژواک ته وویل چې که د ښوونکو وضعیت ښه نه شي، نو دا به د زدهکړو پر کیفیت مستقیم اغېز ولري.
په همدې حال کې، یو شمېر ولیان هم د زدهکړو له کیفیته اندېښنه څرګندوي. د هغوی په خبره، که څه هم ښوونځي شته، خو د لابراتوارونو نشتوالی، د مسلکي ښوونکو کمښت او نورې اساسي نیمګړتیاوې د دې لامل شوې چې د زدهکړو پر کیفیت اغېز وکړي.
د سیفالله په نوم یوه ولي پژواک ته وویل چې د نوي ښوونیز کال پیل که څه هم د زدهکوونکو لپاره د هیلو نوې دروازې پرانیزي، خو شته ستونزې ښيي چې د پوهنې سکټور لا هم جدي اصلاحاتو او عملي اقداماتو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه چې تمه ده اړوند چارواکي به دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د زدهکړو کیفیت به د پام وړ ښه کړي.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په غزني ولایت کې شاوخوا ۷۰۰ ښوونځي فعال دي چې په کې نږدې ۱۴ زره ښوونکي څه باندې ۴۵۰ زره زدهکوونکو ته زدهکړې ورکوي.