کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۵): د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال په تاشکند کې د «اوبو اونۍ» فورم کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت او د اوبو ډیپلوماسي پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ا.ا د اوبو مدیریت برخه کې د ګاونډیو هېوادونو حقونو ته ژمن دی.
د افغانستان او اوبو انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال مجیبالرحمن عمر اخندزاده د اوزبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اوبو اونۍ تر عنوان لاندې د وزیرانو په کچه مهم فورم کې ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې هراړخیزه وینا وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، هغه په خپله وینا کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسي د پیاوړتیا، د اوبو مدیریت برخه کې د نوې ټکنالوجي پر کارونې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
سرچینه زیاتوي، نوموړي همدارنګه د امو سیند د سواحلو د تخریب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت برخه کې د ګاونډیو هېوادونو حقوقو ته ژمن دی.
یاد وزارت لیکلي چې اخندزاده د فورم په څنډه کې د اوزبېکستان د اوبو له وزیر شوکت خمرایوف سره هم کتنه ترسره کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوبو برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.