کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۵): اروپایي ټولنې اعلان کړی چې افغانستان کې د جګړو له امله له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره یې ۱۸ میلیون افغانۍ ځانګړې کړې دي.
افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي له خوا د خپرو شوو معلوماتو پر بنسټ، د ۲۵۰ زره یورو چې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانۍ کېږي، دغه مرسته به په خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې له شاوخوا ۷۰ زره کسانو سره وشي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، دغه مرسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې ترسره شي او په دې کې خوراکي توکي، د عاجلو اړتیاوو پوره کولو لپاره نغدي مرسته، د بېړنۍ سرپناه برابرول، لومړنۍ صحي خدمات، د څښاک پاکې اوبه او د حفظالصحه خدمات شامل دي.
دا مرسته د اروپایي اتحادیې د ټولیزې ونډې یوه برخه ده چې د پېښو د بېړني غبرګون صندوق (DREF) له لارې د نړۍوالې سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون پورې اړه لري.
اروپایي ټولنې همدارنګه ټینګار کړی چې دغه اداره په افغانستان کې له سترو بشري مرستهکوونکو پاتې شوې او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې د بشردوستانه شریکانو لپاره له ۱۶۱ میلیونه یورو څخه ډېره مرسته ځانګړې کړې ده.