کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۵): په هېواد کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زنګ په وهلو سره رسماً پیل شو او اړوند چارواکو ټینګار کړی چې سالمې، معياري او متوازنې زدهکړې د وزارت د پروګرامونو په لومړیتوب کې دي.
د پوهنې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې نن (پنجشنبه، د وري ۶مه) د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل مراسم په رسمي ډول ترسره شول چې د دغه وزارت مشرتابه، لوړپوړو چارواکو، د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علمای کرامو، استادانو، ښوونکو، زدهکوونکو او نورو ګډون پهکې کړی و.
د پوهنې وزیر مولوي حبیبالله اغا د ښوونیز کال د پیل په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي: «د پوهنې وزارت لکه د تېرو کلونو په څېر په دغه ښوونیز کال کې هم د وطن د اولادونو د سالمو، معياري او متوازنو زدهکړو او په دې برخه کې د ګټورو پلانونو او پروګرامونو تطبیق ژمن دی.»
په پیغام کې دغهراز د پوهنې وزیر لهخوا د امام ابویوسف (رح) د نمونوي لېسې د جوړېدو یادونه شوې، چې د هېواد د تعلیمي مرکزونو د غوره زدهکوونکو د علمي او تعلیمي پرمختګ لپاره ځانګړې شوې ده.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغتالله وصیل په یادو مراسمو کې د تېر کال د لاستهراوړنو په اړه وویل: «له لومړي تر شپږم ټولګي پورې نصاب ترتیب او چاپ ته وړاندې شوی دی، همدارنګه تېر کال په مجموع کې ۸۰۰ ښوونځي ترمیم او بیارغول شوي دي.»
سرچینه کاږي چې په دغو مراسمو کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شېراحمد حقاني هر یوه د علم د اهمیت او ګټو په اړه خبرې وکړې او له کورنیو یې وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي. یادو چارواکو همدارنګه د تېر کال د وزارت د کړنو او لاستهراوړنو یادونه وکړه.