Language

کندهار کې د سېلابونو له امله دوه تنه مړه او لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې

کندهار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴):په کندهار ولایت کې د وروستیو سختو اورښتونو او راوتلو سېلابونو له امله دوه تنه مړه شوي او لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د کندهار ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغو سېلابونو له امله ټولټال ۱۷۷ کورنۍ زیانمنې شوې.

د دغه ریاست رییس قاري عبدالسلام عمري د پنجشنبې په ورځ ناوخته پژواک ته وویل، یوازې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۸۵ کورونه په بشپړ او یا هم نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

د هغه په وینا، په دامان ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې ۹۰ هغه کورنۍ چې په خېمو کې ژوند کوي هم د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له امله دوه تنه مړه شوي، چې یو نارینه او یوه پنځه کلنه ماشومه ده.

ده همدارنګه وویل، چې د زیانونو د ارزونې او عاجلو بشري مرستو رسولو لپاره د موسسو ګډ ټیم له دولتي پلاوي سره زیانمنو سیمو ته استول شوی، څو د زیانمنو کورنیو سروې ترسره کړي.

بل خوا د کندهار ښاروالۍ مسوولین هم وایي، چې د ښار په ۱۲مې، ۴مې او ۷مې ناحیو کې یې له لسګونو کورنیو سره مرسته کړې ترڅو سېلابي اوبه له کورونو څخه وایستل شي.

مسوولین له خلکو غواړي چې د سېلابونو پر وړاندې لازم تدابیر ونیسي او له هغو سیمو څخه چې د سېلابونو د راتګ احتمال په کې وي لېرې واوسي.

#کندهار #سېلابونه #اورښتونه

#Kandahar #Floods #HeavyRain