Language

یونسکو: په نړۍ کې له زده‌کړو د محرومو ماشومانو شمېر ۲۷۳ میلیونو ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) اعلان کړی چې د لومړنیو او منځنیو زده‌کړو برخه کې د نوم‌لیکنې له ۳۰ سلنه زیاتوالي سره سره، په نړۍ کې له زده‌کړو د محرومو ماشومانو او ځوانانو شمېر د اووم پرله‌پسې کال لپاره ډېر شوی او ۲۷۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

د ۲۰۲۶ کال د زده‌کړو د نړۍوال څار راپور (GEM) له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو پر شپږمه برخه د ښوونځي په عمر ماشومان له زده‌کړو پاتې دي او یوازې دوه پر درېیمه برخه زده‌کوونکي د منځنۍ دورې د بشپړولو توان لري.

په راپور کې د نفوس زیاتوالی، کړکېچونه، جګړې او د زده‌کړو د بودجې کمښت د دې اندېښمنوونکي وضعیت له اصلي لاملونو بلل شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي چې له یو پر شپږمې زیات ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې شخړې پکې روانې دي او دې چارې زده‌کړو ته د هغوی لاسرسی لا محدود کړی دی.

یونسکو خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې روان کړکېچونه هم د مکتبونو د تړل کېدو او له زده‌کړو د میلیونونو ماشومانو د محرومېدو لامل شوي دي.

سره له دې ننګونو، دغه سازمان د ځینو پرمختګونو خبر هم ورکړی دی.

د یونسکو په خبره، له ۲۰۰۰ کال راهیسې د لومړنیو او منځنیو زده‌کړو برخه کې د نوم‌لیکنې کچه شاوخوا ۳۰ سلنه لوړه شوې او د زده‌کوونکو شمېر ۱.۴ میلیارده کسانو ته رسېدلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ډېرو هېوادونو کې د جنسیتي واټن کچه هم کمه شوې او د لومړنۍ دورې د بشپړولو اندازه له ۷۷ سلنې څخه ۸۸ سلنې ته لوړه شوې ده.

یونسکو ټینګار کړی چې د دغه کړکېچ د حل لپاره د هراړخیزو پالیسیو، زیاتې پانګونې او د هېوادونو د محلي شرایطو پاملرنې ته اړتیا ده.