Language

د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سبا لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د باران، تالندې او برېښنا، سختو بادونو او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت نن (جمعه، ۷ وری) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هوا د وضعیت دغه اټکل د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، بادغیس، فاریاب، غور، دایکنډي، اروزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، میدان‌وردګو، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، کندوز، سمنګان، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونو کې  شوی دی.

د سرچینې په وینا، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه د ۱۰ او ۴۰ میلي‌متره ترمنځ اټکل شوې ده.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت همداراز زیاته کړې چې د هېواد په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د سختو بادونو لګېدو احتمال هم شته، چې چټکتیا به یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې د ۵۰ او ۱۰۰ کیلومتره ترمنځ وي.