Language

د بشري حقونو د څار ادارې کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د برید په اړه د رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۵): د بشري حقوقو د څار ادارې په یوه اعلامیه کې د پاکستان له خوا په کابل کې پر امید مرکز برید غیرقانوني بللی او په دې اړه يې د بې‌پرې څېړنو غوښتنه کړې ده.

سرچینې ویلي چې د برید پر مهال په ياد مرکز کې له ۱۰۰۰ زیات ناروغان موجود وو او ډېر یې د روژه‌ماتي لپاره په خوړنځي کې راټول شوي وو.

د بشر حقونو د څار ادارې اعلامیه کې راغلي: «د سپوږمکۍ عکسونه او تصدیق شوې ویډیوګانې ښيي چې اصلي ودانۍ او دوه نورې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي او شاوخوا ودانیو هم جدي زیان لیدلی دی. پاکستاني چارواکو ویلي چې بریدونه یې «دقیق» وو او پر تخنیکي اهدافو او د مهماتو پر زېرمو یې برید کړی، خو د اميد مرکز په اړه يې هېڅ یادونه نه ده کړې.»

يادې ادارې زیاته کړې چې د نړۍوالو قوانینو له مخې روغتونونه او درملیز مرکزونه ځانګړی خونديتوب لري او یوازې په هغه صورت کې یې د برید هدف ګرځول کېدای شي چې د دښمن پر ضد نظامي فعالیتونو لپاره وکارول شي او حتی په دې صورت کې هم مخکې له مخکې خبر ورکول اړین دي. موجوده تحقیقات دا نه ښيي چې اميد مرکز دې د نظامي موخو لپاره استعمال شوی وي؛ نو ځکه برید «غیرقانوني او نامتناسب» بلل شوی او ممکن د جنکي جرم وبلل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي هم دوه ورځې مخکې د کابل پر دغه مرکز باندې د برید په اړه د شفافو او چټکو تحقیقاتو غوښتنه کړې وه.