Language

ترکیې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د انټالیا فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر سره په لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ کچې لوړولو، د ترانزیټي همکاریو او لاجورد لارې فعالولو په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادین اییلدیز سره لیدنه وکړه.

سرچینه زياتوي، د دې لیدنې په پیل کې د ترکیې شارژدافیر د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د هغه هېواد د انټالیا ډیپلوماسۍ فورم کې ګډون وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ترکیې شارژدافیر د انټالیا د ډیپلوماسۍ فورم په اړه معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او تاریخي اړیکو او ترکیې ته د افغانستان د صادراتي توکو د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وشو.

سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړولو، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو او همکاریو پراخولو، له بېلابېلو لارو د ځمکني ترانسپورټ د همکاریو، د لاجورد لارې فعالولو او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم د انټالیا د ډیپلوماسۍ فورم کې د اسلامي امارت د ګډون لپاره د ترکیې له بلنې مننه وکړه او د لا ښه همغږۍ او پلان جوړونې لپاره یې د دغه وزارت تخنیکي ټیم معرفي کړ.

د انټالیا ډیپلوماسۍ فورم یو نړۍواله غونډه ده چې هر کال په ترکیه کې د نړۍوالو ستونزو د ارزونې او د ګډو حل‌لارو موندلو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې جوړېږي. په دې غونډه کې تر ۱۰۰ د زیاتو هېوادونو استازي، ولسمشران، لوړپوړي چارواکي، د نړۍوالو سازمانونو استازي، شنونکي او رسنۍ ګډون کوي.