کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزير له وزیر سره پر دوو اړخیزو اړیکو، د کابل او واشنګټن ترمنځ موضوعاتو، سيمهييز وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستيو جریاناتو په تړاو خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي، د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او دبهرنیو چارو وزير، عبدالله بن زايد آلنهيان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مکالمه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، د افغانستان او امريکا ترمنځ موضوعاتو، سيمهييز وضعیت او د افغانستاناو پاکستان ترمنځ وروستيو جریاناتو په تړاو خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزير مننهوکړه چې په افغانستان کې يې د امريکايي اسير د خلاصون په موضوع کې بریالی منځګړتوب وکړ او امادګي یې وښوده چې پاتېموضوعات د دوه اړخیزو اړیکو له لارې په بشپړ ډول حل شي.
متقي ویلي: «متاسفانه امریکا او اسراییلو د ايران پرخلاف داسې جګړه پیل کړه چې د ټولې سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړ.»
د بهرنیو چارو وزیر، په سيمه کې د جګړې پراختيا د اندېښنې او غندنې وړ پارونه بللې او ویلي یې دي چې د متحده عربي اماراتو زغم اوتدبیر د ستاینې وړ دي.
هغه دغه راز ویلي، افغانستان د ګاونډي په توګه غواړي چې له پاکستان سره ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي او هیچا ته اجازهنه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف وکاروي په دې برخه کې جدي اقدامات هم شوي دي.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان ټول پوځي اقدامات دفاعي وو او د تیري په صورت کې د ځان لپارهد مشروع دفاع حق خوندي بولي.
د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې مهمې بللي او چمتووالی يېوښودلی چې هېواد به يې په دې برخه کې د مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکړي.
عبدالله بن زايد آلنهيان ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی د هېڅ لوري په ګټه ونه باله او څرګنده يې کړه چې هېواد به يېد ستونزو د اواري په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.
هغه د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی چې نوي وضعيت ته په پام، متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو خونديتوب ته ځانګړي پاملرنهکوي.