جلالاباد (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند د باریکاب شینوارو کلا په سیمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د معلوماتو له مخې، یو سویفټ ډوله موټر چې په لوړ سرعت روان و، د چلوونکي له کنټروله وتلی او له یوې ولاړې ونې سره ټکر شوی، چې په پایله کې څلورو تنو ځای پر ځای خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن سخت ټپي شوی دی.»
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپي کس یې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولی دی.