Language

سعودي کې د امريکا پر پوځي اډه د ايران بريد؛ ۱۲ امريکايي سرتېري ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان پر هوايي اډه د ايران بريد کې ۱۲ امریکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د شهزاده سلطان پر هوايي اډه دغه توغنديز بريد تېره ورځ (جمعه) ترسره شوی دی.

دوو امریکايي چارواکو چې نه يې غوښتل نومونه يې څرګند شي، نيويارک ټايمز ته ويلي چې د دغو بريدونو په پايله کې لږ تر لږه دوه KC-135 سون‌توکي رسوونکي الوتکې هم د پام وړ زيانمنې شوې دي.

په راپور کې ويل شوي چې د ټپيانو له ډلې د دوو کسانو روغتيايي حالت نازک دی.

په راپور کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ له قوله راغلي چې د جګړې له پيله راهيسې تر اوسه نږدې ۳۰۰ امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

د يادې قوماندانۍ په خبره، له دغو ټپيانو شاوخوا ۲۲۵ کسان د توغنديو چاودنو له امله له دماغي ستونزو سره مخ شوي دي.

Related Topics