Language

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: د رسنیو ملاتړ او د فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن یو

پل‌علم (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د رسنیو ملاتړ او د فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، شېخ شیراحمد حقاني، په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې لوګر ته د ده د سفر اساسي موخه د فرهنګي او کلتوري فعالیتونو ارزونه، د لرغونو آثارو د ساتنې څرنګوالی، د جهادي موزیم د جوړېدو بهیر، او همدارنګه معلوماتو ته د خلکو د غوره لاسرسي او د رسنیو ملاتړ دی.

هغه ټینګار وکړ چې دغه وزارت د رسنیو ملاتړ او د فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

بلخوا، د لوګر ولایت مرستیال والي، مولوي محمدانور دین‌پرور، هم غونډې ته وویل چې د پخوا په پرتله په لوګر کې فرهنګي او کلتوري فعالیتونه پراخ شوي دي او سیمه‌ییزه اداره هڅه کوي د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې موجودو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دغه راز، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي فیض‌الله جوهري، غونډې ته د اطلاع رسونې، کلتوري خدمتونو، ترسره شویو فعالیتونو، موجوده ستونزو، وړاندیزونو او روانو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه چې لوګر ولایت د رسنیو او فرهنګي فعالیتونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او ټینګار یې وکړ چې د رسنیو او خبریالانو دوامداره ملاتړ باید وشي.