کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د ارغوان ګل کلنۍ مشاعره کې ویلي چې شاعران او لیکوالان باید خپلې لیکنې د شریعت په چوکاټ کې د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او مثبتو پیغامونو پر بنسټ وړاندې کړي.
نن د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د څوارلسم ځل لپاره د ارغوان ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو نامتو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، فرهنګیانو، ځوانانو، د شعر مینهوالو او ادبپالوپراخ ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي شمسالحق صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه؛د ارغوان ګل ملي مشاعره دا ځل هم په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی.
هغه وویل چې دا مشاعره د څوارلسم ځل لپاره ترسره کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، شیخ شیر احمد حقـاني د شعر او ادب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «شاعرانو ته په کار ده، چې هرهموضوع په شعر کې را نهولي، بلکې خپل اشعار د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره وکاروي.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې شاعران او لیکوالان باید خپلې لیکنې د شریعت په چوکاټ کې د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او مثبتوپیغامونو پر بنسټ وړاندې کړي.
د هغه په خبره، یووالی د هر هېواد د معنوي او مادي پیاوړتیا لامل ګرځي او د همدې یووالي په برکت په هېواد کې د امن فضا ټینګه شوېده.
حقاني شاعرانو او لیکوالانو ته ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو امکاناتو په حدودو کې د فرهنګيانو ملاتړ ته ژمن دی.
د یاد وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیقالله عزیزي هم وویل چې پروان تل د فرهنګ او هنر یو مهم سنګر پاتې شوی دی، دا ډولادبي او کلتوري مشاعرې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره یو مناسب فرصت برابروي، څو د خپلو احساساتو او افکارو له لارې د ټولنې مثبتارزښتونه انعکاس کړي.
هغه له شاعرانو څخه هیله وکړه، چې د دې نظام او د شهیدانو میړنۍ کړنې د شعر په ژبه را وسپړي.
وروسته نامتو عالم، شیخ عزیزالله مظهري په خپلو خبرو کې وویل، جـهاد دوه بڼې لري، چې یو د تورې له لارې او بل د قلم او شعر لهلارې، نو اوس وخت کې شاعرانو ته په کار ده چې د خپل قلم له لارې د ټولنې لارښوونه وکړي.