Language

په پنجشېر کې د سرو زرو د پراخې زیرمې اټکل

پاراخ (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۵): سیمه ییز چارواکي وایي، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په شاخوا دېرش کیلومتره اوږده سیمه کې د سرو زرو کان د شتون اټکل شوی.

د پنجشېر ولایت د کانونو رییس محمدقاسم امیري پژواک ته وویل چې دغه کانونه د پریان ولسوالۍ له «اب تل» تر «مرغزار» سیمې په دېرش کیلومتره اوږده واټن کې اټکل شوی دي.

د پنجشېر ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په پيل کې دغه موندنې د سيمې د خلکو له لورې شوې وې خو اوس لومړنۍ څېړنې ښیي چې د پريان ولسوالۍ په شاوخوا ۳۰ کيلومتره اوږده سیمه کې د سرو زرو کانونو د شتون اټکل شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه سیمه کې له ۳۰۰ څخه زياتو ځايي کارګرانو په غير مسلکي ډول فعاليت درلود، خو اوس  غيراصولي او غيرفني استخراج ته اجازه نه ورکول کیږي.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم ویلي چې د دغو کانونو استخراج بايد په معياري او قانوني ډول، پړاو په پړاو د کانونو او پټروليم وزارت په لارښوونه او له دغه وزارت سره په همغږی ترسره شي.