کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د «افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې ګډه جرګه» د مارچ په ۳۱ مه په پېښور کې جوړه او له سولې په ملاتړ یوه ګډه اعلامیه د دواړو هېوادونو حکومتونو ته وسپاري.
جیونیوز راپور ورکړی چې دا څرګندونې د خیبرپښتونخوا ولایتي ادارې مخکینۍ مشر ارباب شهزاد خان، په یوه خبري غونډه کې کړي دي.
د هغه په وینا، په دې جرګه کې سیاسي او قومي مشران، دیني علما، د مدني ټولنې استازي، سوداګر او رسنيز فعالان ګډون کوي.
ده ویلي، یو شمېر هغه څېرې هم دې غونډې ته رابلل شوي چې مخکې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې هڅې کړي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه جرګه به د دواړو هېوادونو تر منځ په متقابل درناوي، اعتماد جوړونه او دایمي سولې ته پر رسیدو جدي تمرکز ولري، او په پای کې به له سولې په ملاتړ یوه ګډه اعلامیه صادره او د دواړو هېوادونو حکومتونو ته وسپاري.
په راپور کې راغلي چې د دې جرګې موخه د سولې او ثبات لپاره یوه ګډه لار رامنځته کول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو بهیر پیاوړی کول دي.
د دې غونډې جوړوونکو په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، ویلي چې د داسې یوې جرګې ترسره کول یوه بیړنۍ اړتیا ده.
د راپورونو له مخې، د دې جرګې ګډونکوونکي به د افغانستان او پاکستان له مشرانو وغواړي چې اوربند عملي کړي، او ټولې ستونزې د خبرو اترو او دیپلوماتیکو هڅو لارو حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو مودې راهیسې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان د حریم په نقض کولو سره پر افغانستان بریدونه کوي او دغه بریدونه د افغان ځواکونو له سختو انتقامي بریدونو سره مخ کېږي.
د پاکستان په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکیان شهیدان او ټپیان شوي، چې تر ټولو خونړی یې په کابل کې د معتادینو پر یوه روغتون برید و. په دغه برید کې تر ۴۰۰ ډېر تر درملنې لاندې کسان شهیدان او شاوخوا۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
افغانستان او پاکستان د اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان کړ، خو پاکستان بیا بیا دغه اوربند مات کړ.