کابل (پژواک، ۹ حمل ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، اعتراض کوونکو په امریکا کې په مختلفو ښارونو کې د «سلطنت منع دی» تر عنوان لاندې دریم پړاو لاریونونو ته راوتلي او د ډونالد ترمپ پر سیاستونو یې سختې نیوکې کړي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، له تېرو دوو پراخو اعتراضونو وروسته چې میلیونونه کسانو په کې ګډون کړی و، دا ځل په ۵۰ ایالتونو کې د ۳۲۰۰ څخه ډېرې مظاهرې پلان شوې وې.
د راپور له مخې، لویې مظاهرې په نیویارک، دالاس، فیلادلفیا او واشنګټن کې ترسره شوې؛ خو د «سلطنت منع دی» ډېری لاریونونه په کوچنیو ښارونو کې ترسره شوي دي.
راپور زیاتوي چې دا اعتراضونه د ډونالد ترمپ د سیاستونو پر وړاندې ترسره شوي، چې په کې د مهاجرینو ایستل، د ایران پر ضد جګړه او نور شامل وو.
ټیم والز، د مینهسوتا ایالت یو مقام، اعتراض کوونکو ته ویلي چې د ترمپ او د هغه د سیاستونو پر وړاندې مقاومت د امریکا لپاره وړ کار دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې هم په مینهسوتا ایالت کې د امریکا د ګمرک او مهاجرت ادارې د عملیاتو په غبرګون اعتراضونه رامنځته شوي و.