Language

د سیلابونو له امله په سرپل، بلخ او بادغیس کې ځینې لارې تړل شوې دي

کابل (پژواک، ۹ حمل ۱۴۰۵): د ټولګټو وزارت وایي چې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو له امله د سرپل، بلخ او بادغیس ولایتونو ځینې لارې په موقتي ډول تړل شوي دي؛ خو د دې وزارت ټیمونو یې د بېرته پرانېستلو چارې په چټکۍ سره پیل کړې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «له پرون راهیسې د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر لویې لارې او مواصلاتي مسیرونه په موقتي ډول تړل شوي دي. د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونو ټیمونه په وخت سیمو ته رسېدلي او د لارو د پاکولو او بېرته پرانېستلو چارې یې په عاجله توګه پیل کړې دي، او یو شمېر لارې بېرته پرانیستل شوې هم دي.»

د خبرپاڼې له مخې، د سرپل ولایت د کوهستاناتو، البدر او صیاد ولسوالیو لارې، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ لاره، او همدارنګه د بادغیس–فاریاب عمومي لاره د سیلابونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړلي دي، او د دې لارو د پرانېستلو هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي، یو شمېر مسافر چې په دغو لارو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.

ټولګټو وزارت له خلکو او موټرچلوونکو غوښتي، تر هغه وخته پورې چې لارې عادي حالت ته راګرځي، پر هغو لارو دې له سفر ډډه وکړي چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.