کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، وروستي ورښتونو د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت ډېر کړی چې ورسره للمي کښتونو ته زمینه برابره شوې او د کرنیزو محصولاتو پر وده به هم مثبت اغېز ولري.
دغه سازمان نن (دوشبنه، د وري ۱۰مه) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ورښتونه د څلورمې پرلهپسې اونۍ لپاره وړاندوینه شوي دي.
سرچینه وایي، د وړاندوینې له مخې، احتمال لري چې د هېواد د مرکزي، ختیځ او سوېلختیځو ولایتونو ځینې سیمې د شدیدو بارانونو شاهدې وي چې له امله یې په لویو ښارونو او کلیوالي سیمو کې د سېلابونو راتلو خطر شته.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان همدارنګه ویلي چې وروستي ورښتونه په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی او دا د للمي کښت لپاره اغېزناک دی او د کرنیزو محصولاتو پر وده او زیاتوالي هم مثبت اغېز لري.
په خبر کې راغلي چې په ځینو سیمو کې وړاندوینه شوې چې د هوا درجه به د سانتيګراد له صفر درجې ټیټه شي؛ له دې امله به په شمالختیځ، ختیځ او مرکزي لوړو سیمو کې د نباتاتو د یخ وهلو خطر هم موجود وي.
دا په داسې حال کې ده چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې ویلي وو چې په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو، غرهښویېدنو او تندر لوېدو پېښو کې د درنو مالي زیانونو پر اوښتو سربېره ۱۷ کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.