کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په غنيخېلو او نازیانو ولسوالیو کې د دوو کورونو د خونو چتونو لوېدو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د غنيخېلو ولسوالۍ اړوند د ۲۵مې ویالې سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدلی دی.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کې دغهراز راغلي چې د نازیانو ولسوالۍ په لنډۍ سیمه کې هم د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې دوه کسان ټپيان شوي دي.
سرچینې لیکلي، د پېښو له رامنځته کېدو سره سم امنیتي مسوولین سیمو ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.