کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله رامنځته شوو پېښو کې تر اوسه ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رییس او ویاند حافظ محمدیوسف حماد ویلي چې د وري میاشتې له شپږمې تر اوسه په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بامیان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، غور، بلخ، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو راتلو، غره ښویېدو او تندر لوېدو پېښې شوې دي.
هغه زیاته کړې چې په یادو پېښو کې ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ کسان ټپیان شوي دي.
د حماد معلوماتو له مخې، دغهراز د ورښتونو له امله ۱۳۰ استوګنیز کورونه بشپړ او ۴۳۸ کورونه او ۱۰ دوکانونه نسبې تخریب شوي دي.
نوموړی وایي چې د ورښتونو له امله په هېواد کې د اوبو ۳۴ څاګانې، ۹۳ کیلومتره سړکونه، د اوبو رسولو ۳۰ شبکې، ۲۹۰۱ جریب کرنیزه ځمکه، ۱۹۳۸ ونې او ۲۴۴ څاروي له منځه تللي او تخریب شوي او سربېره پر دې ۱۱۳۰ کورنې زیانمنې شوې دي.
د ده په خبره، له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د مقام په لارښوونه ولایتي ریاستونو د سېلابونو له امله زیانمن شوو خلکو ته د رسېدنې په موخه بېړي اقداماتو ترسره کړي او هغوی ته یې نغدي، د خوراکي او غیرخوراکي مرستې رسولې دي.