Language

د لبنان په سوېل کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په لبنان په سوېل کې د حزب‌الله له ځواکونو سره په نښته کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي دي.

د اسرائیل ۱۲ ټلویزیوني چینل د وژل شوو له ډلې د درېیو کسانو انځورونه او نومونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د بل عسکر هویت لا نه دی په ډاګه شوی.

د راپور له مخې، په همدې نښته کې درې نور کسان هم سخت ټپیان شوي چې د یوه روغتیایی وضعیت نازک بلل شوی دی.

د یادونې ده، اسرائیل له ایران سره د جګړې له پیل وروسته په لبنان کې هم ګڼ هدفونه تر بریدونو لاندې نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر شپږ ورځې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې پر لبنان د اسرائیل بریدونو له امله انساني تلفات لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.