Language

د سپینې ماڼۍ ویانده: ټرمپ غواړي له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت عرب هېوادونه ورکړي

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۵): د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې ډونالډ ټرمپ لېوالتیا لري څو د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې لګښت له عربي هېوادونو وغواړي؛ په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د پرمختګ خبره هم کېږي، خو ایران له امریکا سره مستقیمې خبرې رد کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېت پرون (دوشنبه) یوه خبري غونډه کې  د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا عربي هېوادونه به د جګړې د لګښتونو د ورکړې لپاره رامخې ته شي که نه؟ وویل: «فکر کوم دا هغه موضوع ده چې ولسمشر به لېوال وي له هغوی وغواړي چې ترسره یې کړي.»

نوموړې ادعا کړې، هغه څه چې تهران په ښکاره ډول بیانوي، له هغو خبرو سره توپیر لري چې په پټه یې له امریکايي چارواکو سره کوي. د هغې په خبره، ایران په غیررسمي ډول د واشنګټن له ځینو وړاندیزونو سره موافقه ښودلې او خبرې اترې له تهران سره لا هم روانې دي او «ښې مخې ته روانې دي.»

لېوېټ زیاته کړه، هر هغه څه چې ایران یې په پټه واشنګټن ته وایي، وبه ازمویل شي او امریکا به ډاډ ترلاسه کړي چې تهران د خپلو ژمنو پر وړاندې ځواب ویونکی وي.

هغې خبرداری ورکړ: «که داسې ونه شي، ولسمشر هغه پوځي پایلې په روښانه ډول بیان کړې دي چې ایران به د خپلو ژمنو د نه پوره کولو په صورت کې ورسره مخ شي.»

ټرمپ له دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې که ایران د هرمز تنګی پرانېستی نه پرېږدي، نو د دغه هېواد د انرژۍ تاسیسات او د تېلو څاګانې به د سختو اقداماتو هدف وګرځي. دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې تهران د امریکا وړاندیزونه «غیرواقعي» وبلل او د اسرائیل پر لور یې د توغندیو یو لړ بریدونه ترسره کړل.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې تهران له امریکا سره هیڅ ډول مستقیمې خبرې نه دي کړې او هغه څه چې مطرح شوي، یوازې هغه پیغامونه دي چې د منځګړو له لارې د خبرو د غوښتنې په اړه ترلاسه شوي دي.