Language

د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظور کړې

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظور شوې، ۱۴ پروژې تعدیل او د دوو پروژو قراردادونه لغوه شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې یادې غونډې ته ته له اجنډا سره سم ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، له بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل.

سرچینه زیاتوي، همداراز د شپږو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد مطابق په ټاکل شوو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو او پرېکړه وشوه چې دغه پروژې دې بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې او ګټونکي شرکتونه دې د محرومیت کمېټې ته معرفي شي.

خبرپاڼه کې راغلي، دوه پروژې بیا له دې امله بیاځلي ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوې چې په ازاده داوطلبۍ کې د شرکتونو له لوري وړاندې شوي قیمتونه د پروژو له تخمیني قیمتونو څخه ډېر زیات وو.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، همدارنګه د یوې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو چې په شرایطو د برابرو شرکتونو ارزونه دې بیاځلي ترسره او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

سرچینه وايي، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د پنجشېر ولایت د پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان ولایت د پوهنتون لپاره د طب پوهنځي د ودانۍ جوړول،  له کونړه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک اول او دویم فازونو د چارو بشپړول، د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ، د فاریاب ولایت په بندر ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په سپين‌غر ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړولو او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.