Language

د اژه سمندر کې د کښتۍ د چپه کېدو له امله ۱۹ افغان کډوال مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۵):د افغان کډوالو یوه کښتۍ د ترکیې د بدروم ساحلي ښار ته نږدې د اژه سمندر کې چپه شوې، چې له امله یې ۱۹ کسان، د یو ماشوم په ګډون، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه نن (چهارشنبه) رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، د ترکیې د ساحلي ګارد قوماندانۍ ویلي چې دغه کښتۍ چې لسګونه کډوال یې لېږدول، د درېدو پرله‌پسې خبرداریونه له پامه غورځولي او په چټکۍ یې د تېښتې هڅه کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې کښتۍ په توپاني اوبو کې له اوبو ډکه شوه او بالاخره چپه شوه.

د ساحلي ګارد په وینا، د ژغورنې ټیمونو په لومړیو کې ۲۱ کسان ژغورلي او ۱۸ مړي یې موندلي وو، خو یو بل کډوال وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

ساحلي ګارد ویلي چې د لږ تر لږه یو بل ورک کس د موندلو لټون لا هم دوام لري.

د موغلا ولایت والي ادریس آکبییک ویلي چې ټول دغه کډوال افغانان وو او د قربانیانو په منځ کې یو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل و.