کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۵): د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد د کریمیا ټاپو کې د یوې پوځي ترانسپورټي الوتکې لوېدو له امله ۲۹ کسان مړه شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه الوتکه د سېشنبې په ورځ د کریمیا پر فضا د یوې له مخکې پلان شوې الوتنې په ترڅ کې په ځايي وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې د رادار له پردې ورکه شوه او وروسته د لټون ټیمونو د پېښې ځای وموند.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په الوتکه کې ۶ کسان عمله او ۲۳ مسافر سپاره وو چې ټول مړه شوي دي. د پېښې له ځایه راپورونه ښيي چې هیڅ یو کس هم ژوندی نه دی پاتې.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د دې پېښې لامل ښايي تخنیکي ستونزه وي او داسې کومه نښه نه ده موندل شوې چې ګواکې الوتکه له کوم بهرني عامل لکه توغندي، بېپیلوټه الوتکې یا مرغانو سره ټکر شوې وي.
په اعلامیه کې راغلي چې د پېښې د لا څېړنې لپاره یو پوځي پلاوی د پېښې ځای ته استول شوی او هلته پر څېړنو بوخت دی.
د «An–۲۶» ډوله الوتکې له ۱۹۶۰م لسیزې راهیسې په خدمت کې دي او عموماً په لنډو او منځنیو واټنونو کې د کسانو او بار د لېږد لپاره کارول کېږي؛ خو په وروستیو کلونو کې دغه ډول الوتکې په څو مرګونو پېښو کې هم ښکېلې پاتې شوې دي.
کریمیا چې په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې سره الحاق شوه، د تور سمندر پر غاړه یوه غرنیزه سیمه ده.