Language

تېر کال لوګر کې ۳۱ نوي مخابراتي انتنونه فعال شوي

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۵): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، تېر کال د لوګر په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۳۱ نوو انتنونو په فعالېدو سره د دغه ولایت نږدې ۹۰ سلنه سیمې تر مخابراتی پوښښ لاندې راغلې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد مخابراتي انتنونه د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې هیڅ راز مخابراتي اسانتیاوې یې نه درلودې. فعال شوي دي.

د الکوزي د معلوماتو له مخې، اوس مهال د لوګر په بېلابېلو برخو کې نږدې ۱۰۷ مخابراتي انتنونه فعال دي چې اکثریت یې انټرنېټي او مکالماتي خدمات وړاندې کوي.