Language

لوګر کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت ورزشي کمپلېکس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

پل‌علم (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۴): د لوګر د مرکز پل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د «مجتمع ورزشي کلنګار» په نوم یو عصري ورزشي کمپلېکس د شاوخوا ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي په دې اړه جوړه شوې غونډې ته وویل، دغه ورزشي کمپلېکس د ملي سوداګر حاجي رومل «اکرم‌یار» له لوري د څه باندې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په شخصي لګښت جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړې چې یاد کمپلېکس پر څه باندې یو جریب ځمکه د اتو میاشتو په موده کې په عصري او معیاري ډول جوړ شوی او د بېلابېلو ورزشي رشتو لپاره ځانګړي سالونونه او اړینې اسانتیاوې لري.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور هم وویل، د اسلامي امارت اداره د هغو بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي چې د ځوانانو په فکري او جسمي وده کې مرسته کوي.

هغه له ملي سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې دننه پانګونه زیاته کړي او د ځوانانو لپاره د کار او ورزش زمینه برابره کړي.

د لوګر یو شمېر ورزشکارانو هم د دغه ورزشي کمپلېکس پر جوړېدو خوښ دي او وايي چې د دغه معیاري ورزشي مرکز په جوړېدو سره به د لوګر ورزشکاران مناسب ځای ولري څو خپل تمرینات ترسره کړي، د هغوی د وړتیاوو کچه لوړه شي او د ورزشکارانو ترمنځ به لا ښه همغږي رامنځته شي.