کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۵): د احصایی او معلوماتو ملي اداره وایي، تېر ۱۴۰۴ کال کې یې د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته د څه باندې ۲۸ زره بهرینو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښیي چې د تېر کال په جریان کې د ۷۲۸ ښځو په ګډون ۱۶ زره او ۲۷۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۵۸ ښځو په ګډون، ۱۲ زره او ۱۹۸ نور له هېواده وتلي دي.
سرچینې لیکلي، ثبت شوو ارقامو ته په کتو، ۱۶ زره او ۹۰ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۸۲ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي.
د یادو کسانو له ډلې یې ۲ زره او ۳۶۹ کسان د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې، ۱۱۵ کسان د زدهکړو او تحصیل او پاتې ۱۳ زره او ۷۹۲ نور د کار په موخه راغلي دي.
د احصایی ادارې لیکلي، د ثبت شوو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر ۱۰ زره او ۴۵۰ بهرني وګړي د نیمروز له بندره، ۳ زره او ۶۴۸ کسان د هرات له بندرونو او هوايي ډګر، ۸۳۲ کسان د فاریاب اقینې بندر، ۸۱۴ کسان د تورخم بندر او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارو هېواد ته راغلي دي.
د يادونې ده، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو وړاندې کولو مسوولیتونه پر غاړه لري.