غزنيښار (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۵): غزني کې د لاسي صنایعو یو شمېر تولیدوونکې وایي، سره له دې چې بېلابېل تولیدات لري، خو د پلور لپاره یې د مشخص ځای نشتوالي له امله له زیان سره مخ دي؛ بلخوا ځايي مسوولین وایي چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شي.
افغاني کالي، د ناوې کالیو سېټونه، خولۍ، لاسي بکسونه، د ښوونځي بکسونه، څادرونه، جاکټونه، افغاني ګنډونه، لستوڼي، شېرینيدانۍ، ګلدانونه، د نالیو او بالښتونو پوښونه، پردې او نور بېلابېل توکي په غزني کې د ښځو له لاسي صنایعو شمېرل کېږي.
د غزني یوې اوسېدونکې مرسل چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د لاسي صنایعو برخه کې فعالیت کوي، پژواک ته وویل: «موږ خپل تولیدات په ټیټه بیه پلورو؛ ځکه داسې مشخص ځای نه لرو چې خپل توکي پکې په مناسب قیمت وړاندې کړو.»
هغې زیاته کړه چې د همدې ستونزې له امله د دوی ورځنۍ اقتصادي اړتیاوې په سخته پوره کېږي.
یوه بله مېرمن انیسه چې د ګلدوزۍ برخه کې کار کوي، وایي: «که موږ ته د خرڅلاو لپاره مشخص ځای او منظم بازار برابر شي، کولی شو خپل محصولات په ښه بیه وپلورو او د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی کړو.»
هغې دغهراز وویل چې غواړي د دوی تولیداتو ته نړۍوال بازار هم پیدا شي؛ ځکه د هغې په خبره، د دوی تولیدات د کیفیت له پلوه لوړ معیار لري.
په همدې حال کې، د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین هم مني چې د لاسي صنایعو برخه کې فعالې مېرمنې د مناسب ځای نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د غزني د صنعت او سوداګرۍ رئیس حضرت موسی ابومنصور پژواک خبري اژانس ته وویل، په پلان کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د «UNHCR» په مرسته د غزني ښار بزازي ساحې ته څېرمه د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شي.
هغه دغهراز زیاته کړه چې یادې موسسې د ولایت له مقام، د صنعت او سوداګرۍ ریاست، ښاروالۍ او کډوالو چارو ریاست له مسوولینو سره په دې اړه څو ناستې کړې دي.
د ده په خبره، ټاکل شوې د سوداګرو مېرمنو لپاره پر دوه جریب ځمکه ځانګړې ودانۍ جوړه شي، څو هلته خپلې لاسي جوړ شوی توکي په اسانه وپلوري او له دې لارې خپلې اقتصادي ګټې زیاتې کړي.
هغه وویل: «په غزني کې سلګونه مېرمنې د لاسي صنایعو برخه کې فعالیت کوي، خو د مناسب بازار نشتوالی د هغوی د عوایدو لوړېدو پر وړاندې لوی خنډ دی. موږ هڅه کوو چې د مېرمنو لاسي صنایعو ته نړۍوال بازارونه هم پیدا کړو.»
د اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر مسعود پښتون هم وایي، که دولت او نړۍوالې مرستندویه موسسې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره مشخص ځایونه او نړۍوال بازارونه برابر کړي، د افغاني تولیداتو نړۍوال شهرت به زیات شي او مېرمنې به وکولای شي د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.
هغه هیله څرګندوي چې د نوي مارکېټ جوړېدل به د ښځو اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي او د هغوی عاید به په دوامداره توګه لوړ شي.