Language

د بورونډي هېواد یوه پوځي مرکز کې چاودنې ۱۳ کسان وژلي

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۵): د بورونډي هېواد د اقتصادي پلازمېنې بوجومبورا ښار په یوه پوځي مرکز کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه چاودنه د بورونډي د ملي دفاعي ځواکونو د مهماتو په یوه ګودام کې د برېښنا یو سرکټ کې د شارټۍ له امله شوې ده.

د یاد افریقايي هېواد د پوځ ویاند جنرال ګاسپار باراتوزا ویلي، په دې پېښه کې استوګنیز کورونه، شخصي وسایط او پوځي تاسیسات سخت زیانمن شوي یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د مهماتو دغه ګودام د پوځي کادرونو د لوړو زده‌کړو انسټېټیوټ (ISCAM) ته نږدې موقعیت لري؛ هغه مرکز چې د پوځ د راتلونکو افسرانو د روزنې او استوګنې ځای دی.

د بورونډي ولسمشر اواریست نداییشیمییه له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او له خلکو یې غوښتي چې که ناچاودېدلي مهمات وویني، ژر تر ژره دې چارواکو ته خبر ورکړي او نږدې دې نه ورځي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې بورونډي له سختو اقتصادي ستونزو، په ځانګړي ډول د سون توکو له کمښت سره مخ دی او لا هم د نړۍ له بېوزلو هېوادونو شمېرل کېږي.