Language

‏د پاکستان بریدونو په درېیو ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د پکتیکا، کونړ او خوست ولایتونو پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې دوه تنه شهیدان او ۲۵ نور – چې ډېر یې ماشومان دي- ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له تېرې ورځې راهیسې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پرلپسې توګه پر کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو د هاوانونو، توغندیو او ډرون بریدونه شوي دي.

هغه لیکلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه تنه شهیدان او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې د کونړ ولایت د سرکاڼو او منورې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو ۱۵۵ د هاوان او لیرې واټن ویشتونکو توپونو مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي او یو موټر هم ویجاړ شوی دی.

ده ویلي چې د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس د دوسرکې په سیمه کې هم لسګونه د لیرې واټن ویشتونکو توپونو او هاوانونو مرمۍ لګېدلې، چې اته تنه ماشومان ټپیان او دوه تنه شهیدان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي چې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي رژیم د ډرون په برید کې درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم له لوري ۱۸۵ فیره د لیرې واټن ویشتونکو توپونو مرمۍ توغول شوې، چې له امله یې لس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

فطرت همدارنګه لیکلي چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو غر په سیمه کې د پاکستان د ډرون برید له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.