کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): د زابل ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په میزان ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله یوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د زابل ولایت د مقام ویاند، مولوي صدیق الله وثیق پژواک ته وویل، چې یاده پېښه تېره ورځ د میزان ولسوالۍ د ربغۍ په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ یوه ښځه مړه شوې او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ټکیر حوزې مسؤلین سمدستي سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.
بل خوا د یاد ولایت په ځینو سیمو کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله یو شمېر کورنیو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.