کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې یو ۵۸۰ موټر د سېلاب له امله چپه شوی چې پکې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼې له مخې، یاده پېښه بېګا شپه د قرهباغ ولسوالۍ د لېونۍ بازار ساحه کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په یاده سیمه کې يو مسافروړونکی ۵۸۰ موټر د سېلاب له امله اوښتی چې په کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د یوه نادرکه شوي ماشوم د موندلو هڅې روانې دي.