Language

امریکايي شرکت «پلانیټ لبز» د ایران له جګړې د سپوږمکۍ انځورونو خپرول ودرول

کابل (پژواک، د ۱۴۰۵ کال د حمل ۱۶مه): د سپوږمکۍ انځورونو اخیستونکي شرکت «پلانیټ لبز» اعلان کړی چې د امریکا د حکومت په غوښتنه د ایران او منځني ختیځ له جګړې د انځورونو خپرول په محدود ډول دروي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دې شرکت ویلي چې دا پرېکړه د امریکا د حکومت د غوښتنې په تعقیب او د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې پر مهال شوې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت له هغو شرکتونو څخه چې د سپوږمکۍ انځورونه وړاندې کوي غوښتي چې د دې انځورونو خپرول د نامعلوم وخت لپاره ودروي.

پلانیټ لبز ویلي چې دا اقدام د پخوانیو محدودیتونو دوام دی؛ ځکه مخکې به د سیمې انځورونه په ۱۴ ورځو ځنډ خپرېدل څو د «دښمنانو» له احتمالي کارونې څخه مخنیوی وشي.
خو سره له دې، پلانیټ لبز ویلي چې په ضروري او حساسو مواردو کې به انځورونه په محدود او ځانګړي ډول کاروونکو ته ورکړل شي، په ځانګړي ډول هغه موارد چې د عامه ګټو یا “حیاتي ماموریتونو: لپاره وي.
کارپوهان وایي چې د سپوږمکۍ انځورونه په جګړو کې د هدفونو په پېژندنه کې مهم رول لري او خبریالان او څېړونکي هم د لرې پرتو سیمو د څېړنې لپاره له دې انځورونو ګټه اخلي.