Language

د ا.ا مشرتابه په اداري او اصولي سندونو کې د اجنبي اصطلاحاتو ارزونې په موخه یو پلاوی وګوماره

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشرتابه د عدلیې وزارت په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارلې څو هغه پردي اصطلاحات چې په خپلو اړوندو ادارو او اصولي سندونو کې یې کاروي، راټول او مناسب بدیل یې له دلیل سره وړاندې کړي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې د اداري او اصولي سندونو د اجنبي اصطلاحاتو ارزونې او بدلون په موخه دې د عدلیې وزارت په مشرۍ، لوړو زده‌کړو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د علومو اکاډمۍ او چارو ادارې عمومي ریاستونو په غړیتوب پلاوی را منځته شي.

د فرمان په دویمه ماده کې راغلي، ټولې امارتي ادارې مکلفې دي، هغه اجنبي اصطلاحات چې په خپلو اړوندو ادارو او اصولي سندونو کې یې کاروي راټول، مناسب بدیل یې له دلیل سره ذکر کړي او جدول یې د اداري او اصولي سندونو د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون پلاوي ته وسپاري.

د دغه فرمان د درېیمې مادې له مخې، یاد پلاوی مکلف دی، د امارتي ادارو را استول شوي اجنبي اصطلاحات و څېړي، اسلامي او افغاني اصطلاحاتو ته په کتو سره مناسب بدیل اصطلاحات په مستند ډول غوره کړي او په اړه یې خپل نهایي نظر وړاندې کړي.

د فرمان د درېیمې مادې په لومړي بند کې راغلي چې پلاوی کولای شي د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې پر مـهال، د ضرورت په وخت کې له اړوندې ادارې د معلوماتو لپاره استازي وغواړي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په څلورمه ماده کې راغلي چې دغه فرمان د صدور له نېټې څخه واجب الاجراء دی او په رسمي جریده کې دې خپور شي.