کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، له تېرو ۴۱ ورځو راهیسې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو له امله ۷۶۱ ملکي کسان شهیدان شوي، ۶۲۶ نور ټپیان دي او څه باندې ۲۷ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روان میلادي کال د فبروري له ۲۲ مې څخه د اپریل تر درېیمې پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکي کسان شهیدان شوي او ۶۲۶ نور ټپيان شوي دي.
هغه لیکلي چې پاکستان په یاده موده کې پر ننګرهار کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کابل، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو بریدونو کړي دي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان پر یاده ولایتونو تر اوسه ۱۴ زره او ۹۲۷ هاوانونه او توغندیز بریدونه کړي دي.
ده ویلي چې له یادې مودې راهیسې ۲۵۶ هټۍ، ۱۳ ښوونځي، ۴۲ موټر، درې کلینیکونه او ۱۳ مدرسې تخریب شوي او ۳۴ جوماتونه شهیدان شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي چې دغه راز په یاده موده کې د دغو بریدونو له امله ۶۶۱ څاروي تلف شوي او د پاکستان د بریدونو له امله څه باندې ۲۷ زره او ۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.