Language

افغانستان او اوزبېکستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د اوزبېکستان د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رییس سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو او دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، په ځانګړي ډول د درملو برخه کې، ټینګار کړی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د اوزبېکستان د درملو د صنعت د پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې کړې دي.

سرچینې لیکلي چې عزیزي د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د دوستانه او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د څه باندې ۵۰ سلنه زیاتوالي ته په اشاره دغه پرمختګ مثبت وباله او ویې ویل چې د ګډې همکارۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د لا زیاتېدو ظرفیت هم شته.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، عزیزي همدارنګه له اوزبېکستانه د باکیفیته درملو د وارداتو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په بازار کې د درملو د کیفیت د کنټرول او مناسبې بیې ته جدي پاملرنه لري.

د هغه په خبره، د روغتیا او درملو برخه کې د سوداګریزو همکاریو کچه کولای شي له اوسني وضعیت څخه هم لوړه شي.

نوموړي د اوزبېکستان له پانګه‌والو او شرکتونو وغوښتل چې د افغان پانګه‌والو په ګډون په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دې برخې په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.

د اوزبېکستان د درملو د صنعت د پراختیا ادارې رییس عبدالله عزیزوف هم د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر لوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د درملو برخه کې، جدي لېوالتیا لري.

هغه ویلي چې د درملو برخه کې له ۲۰ څخه د ډېرو لویو فعالو شرکتونو استازي د دغه سفر پر مهال د اوزبېکستان له پلاوي سره مل دي او ټول په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

هغه همدارنګه د افغانستان د خوړو او درملو له ادارې سره د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دا ډله به د تخنیکي موضوعاتو او دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه له نږدې کار وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د بېلابېلو زونونو په کچه د درملو د لویو وېشنيزو مرکزونو پر جوړېدو هم ټینګار وکړ او له افغان حکومته یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، څو خلکو ته د باکیفیته او مناسب قیمت درملو ته لاسرسی اسانه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې د دې لیدنې په پای کې وزیر نورالدین عزیزي له اوزبېکستان سره د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د خصوصي سکټور یو پلاوی اوزبېکستان ته سفر وکړي، څو د هغه هېواد د روغتیا له برخو سره له نږدې وګوري او د اوزبېکستان جمهوریت د درملو د تولید له فابریکو لیدنه وکړي.