کابل (پژواک، د ۱۴۰۵ وری ۱۶مه): د کوېټ د نفتو شرکت اعلان کړی چې ایران ته د منسوبو بېپیلوټه الوتکو د برید له امله د کویټ د شویخ په نفتې کمپلکس کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
د کوېټ دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د دولتي وزارتونو اړوند یو اداري کمپلکس هم په نښه شوی او د پام وړ مالي زیان یې اړولی، خو د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
د کوېټ د برېښنا او اوبو وزارت ویلي، په دې بریدونو کې د برېښنا د تولید دوه واحدونه هم له فعالیته لوېدلي دي.
د کوېټ دولتي رسنیو ویلي چې په دې بریدونو کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ جګړه شپږمې اوونۍ ته اوږده شوې او لمن یې د سیمې نورو هېوادونو ته هم غځېدلې ده.