کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني «خورزه» حمیده سلیماني افشار او د هغې لور یې نیولي او له امریکا یې باسي، خو د سلیماني لور له قاسم سلیماني سره د هغې کورنی نسبت ردوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې امریکا کې د حمیدې سلیماني افشار او د هغې د لور دایمي اقامت لغوه شوی دی.
الجزیرې د دې وزارت په حواله لیکلي چې حمیده سلیماني او لور يې د جمعې په ماښام د امریکا د مهاجرت او ګمرک ادارې (ICE) نیولي او اوس مهال په توقیف کې دي ترڅو له دې هېواد څخه وایستل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمیده سلیماني د ایران د حکومت ملاتړې بللې او ویلي یې دي چې دغه ډول دریځونه په امریکا کې د منلو وړ نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ویلي چې په شخصي توګه یې د دې دواړو د اقامت قانوني وضعیت لغو کړی دی.
خو د قاسم سلیماني لور زینب سلیماني، ویلي چې نیول شوی کسان د سلیماني له کورنۍ سره هېڅ تړاو نه لري او دغه تورونه ناسم دي.
راپورونه ښيي چې دا په روانه میاشت کې دویمه پېښه ده چې د امریکا حکومت له ایرانی چارواکو سره د کورنیو اړیکو پر بنسټ د کسانو اقامت لغو کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا، اسراییل او ایران تر منځ جګړه لا هم روانه ده.