Language

د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سخت باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو ورېدو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.

یادې ادارې ویلي چې سبا (دوشنبه، ۱۷ وری) د سالنګونو په ګډون په جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، غور، نیمروز، هلمند، کندهار، اروزګان، زابل، دایکنډي، بامیان، غزني، میدان‌وردګو، لوګر، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا او د سېلابونو راتلو وړاندوینه شوې ده.

ویل شوي چې په دغو ولایتونو کې به د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۵۰ میلی‌متره پورې وي.

د هواپېژندنې ریاست همدارنګه خبر ورکړی چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په مرکزي، لوېدیځو، جنوبي او شمالي ولایتونو کې به په ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو په چټکۍ سخت بادونه هم ولګېږي.

دغه ریاست زیاته کړې چې د سالنګونو په ګډون په لوړو غرنیو سیمو او سړو ساحو کې د درنې واورې ورېدو احتمال هم شته.

سرچینې د هېواد له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د بارانونو پر مهال د سیندونو او هغو سیمو ته چې د سېلابونو له خطر سره مخ دي، له نږدې کېدو ډډه وکړي او همدارنګه له ټولو موټرچلوونکو یې غوښتي چې پر سېلابي سیمو له تېرېدو ځان وساتي.