زرنج (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د نیمروز ولایت امنیه قومانداني وایي، له پاکستانه دغه ولایت ته د قاچاقکېدونکو نږدې شپږ ټنه انساني او حیواني درملو مخه يې نيولې او په تړاو یې اووه کسان نیولي دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد قدرت د دې خبر په تایید سره وویل چې امنیتي ځواکونو د دښت مارګو په سیمه کې د ۴۸۰۰ سیرمونو، ۳۰۰ لیتره تینر، ۴۰۰ کیلوګرامه انساني درمل، ۶۲ کارټنه حیواني درمل او ۵ بوجۍ ټوکر د قاچاق مخه نیولې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه درمل له پاکستان څخه دې ولایت ته ولېږدول کېدل.
هغه زیاته کړه چې په دې تړاو اووه کسان له درېیو مخابرو او یوې کمرې سره نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم له بریدونو او د دې هېواد له لوري د لارو له تړل کېدو وروسته له پاکستان سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړې دي.
د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۴۰۴ کال د لړم په ۲۲مه ویلي و چې د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال د لارښوونې پر بنسټ، دا وزارت له درېیو میاشتو وروسته په ګمرکونو کې له پاکستان څخه واردېدونکي درمل نه محصول کوي او واردوونکي دې له بدیلو لارو کار واخلي.
تر دې مخکې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له صنعتکارانو او سوداګرو غوښتي وو چې د پاکستان پر ځای له نورو سوداګریزو لارو استفاده وکړي.