Language

د ا.ا مشرتابه: د حاجیانو معلمین او د بعثې غړي مکلف دي د حاجیانو ښه خدمت وکړي

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشرتابه د سوېل زون د حاجیانو معلمینو او د بعثې غړو ته په یوه روزنیز سیمینار کې ویلي چې د ارشاد حج او اوقافو اصول دې په سم ډول عملي کوي او د حاجیانو ښه خدمت دې کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مشرتابه د جنوب زون د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو پنځه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت مشرتابه ویلي: «حج د الله تعالی یو عظیمه فریضه ده، ستاسو لپاره دوه اجرونه دي، یو مو خپل حج  دی او بل مو د حاجیانو خدمت دی، د حج څخه مقصود د نفس اصلاح ده او د نفس د اصلاح لپاره حج فرض شوی دی، حج د الله تعالی لوی رحم دی او لویه مرتبه ده چې الله پاک یې کوم چا ته توفیق ورکړي، د حج وروسته په حاجي کې تواضع او عاجزي پیدا کېدل د حج مبروره نښه ده.»

هغه دغه‌راز ویلي: «ډیر کوښښ وکړئ چې ښه کردار ادا کړئ او ښه خدمت وکړئ، په غفلت کې وخت درباندې تېر نه شي، نیتونه اصلاح کړئ، پر تاسو یو لوی امتحان دی، ځانونه خادمان فرض کړئ، تاسو اوس د خادمانو په حیث مشخص شوي یاست، نو ښه په اخلاص خدمت وکړئ، خلک ستاسي څخه د ډېر خدمت توقع لري.»

د هغه په خبره، د حاجیانو معلمین او د بعثې اعضا مکلف شوي چې د حاجیانو ښه خدمت به کوي،                                              د حاجیانو معلمینو او د بعثې اعضاوو ته چې څه په سیمینارو کې ویل شوي او کوم اصول چې د ارشاد حج او اوقافو دي، هغه دي په حج کې په صحیح طریقه سره عملي کړي.

د اسلامي امارت مشرتابه ویلي: «اکثره خلک د حج سره نابلده وي، تجربه یې نه لري، ناجوړه، عاجزه او سپینږیري خلک پکې وي، نو تاسو به د دوی په ټولو برخو کې مراقبت کوئ، تر څو د حج مناسک په ښه طریقه ادا کړي، په فضایلو یې پوه کړئ، د مکروهاتو او مفاسدو څخه یې وساتئ، تاسو د دوی لارښوونکي او رهنمایان یاست نو کوښښ وکړئ چې ښه رهنمایي وکړئ او حاجیانو ته دا پیغام ورسوئ چې حاجي صاحبانو کوښښ وکړئ په ښه ډول د ټولو فرایضو، واجباتو، سننو، مستحباتو او ادابو سره حج ادا کړئ، د الله تعالی عبادت او ذکر ته متوجه شئ.»

هغه دغه‌راز ویلي: «لويي مه کوئ، تواضع اختیار کړئ، خدمت د تواضع نښه ده، د مسلمانانو خدمت یو سعادت دی، کوم خدمت چې درته وسپارل شو، نو په ښه طریقه یې سرته ورسوئ، کوښښ وکړئ د خلکو ‌ذهني اصلاح وکړئ، په شرعي احکامو یې پوه کړئ، دا خلک اوس ستاسو په لاس کې دي، حاجیان ټول ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، دا حاجیان مو تاسو ته د امانت په حیث درکړي دي، نو په ښه طریقه سره یې خدمت او پالنه وکړئ، په خپلو منځو کې دوامداره مذاکرې او نصیحتونه سره کوئ.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاته کړې چې په پای کې ټولو علماء کرامو یو ځل بیا له مشرتابه خپل بیعت او تعهد نوی کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي به وي.