Language

لبنان کې د اسرائیل تازه بریدونه؛ لږ تر لږه ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د لبنان پر بېلابېلو سیمو د اسرائیل هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه بریدونه د تېرې میاشتې د جګړې له پیله راهیسې د نښتو له تر ټولو سختو ورځو ګڼل کېږي.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په سوېل کې پر «کفرحته» کلي هوايي برید کې اووه کسان چې یو څلورکلن ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي. همدارنګه د بېروت ښار د «جنح» پر سیمه په بل برید کې څلور کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د ورځې په اوږدو کې په بېروت کې د چاودنو او جنګي الوتکو غږونه اورېدل کېدل او دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د پلازمېنې سوېلي څنډې څو ځلې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

د چارواکو په وینا، د دې جګړې له پیله تر اوسه په لبنان کې تر ۱۴۶۰ ډېر کسان وژل شوي او له یو میلیون څخه ډېر نور بې‌ځایه شوي دي.